د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد اعلان کړی چې د پاکستان پر وړاندې “رد الظلم” په نوم دفاعي عملیات به د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت لنډمهاله ودرول شي.
د نوموړي په وینا، دغه پرېکړه د اسلامي هېوادونو د منځګړیتوب غوښتنو ته په کتو شوې ده، چې پکې سعودي عربستان، ترکیه او قطر شامل دي.
مجاهد ویلي، چې «اسلامي امارت» د دغو هېوادونو له نېک نیت څخه مننه کوي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د ملي امنیت، حاکمیت او د خلکو د ژوند خوندیتوب د دوی اساسي او شرعي مسوولیت دی.
په اعلامیه کې راغلي، که هر ډول ګواښ رامنځته شي؛ نو «اسلامي امارت» به هر ډول احتمالي تېري ته په مېړانه ځواب ورکړي.
د یادونې ده چې د پاکستان حکومت هم اعلان کړی چې افغانستان کې روان بریدونه به په موقتي ډول وځنډوي.

