د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د روسیې له خوا د ترهګرو له نوملړ څخه د طالبانو ویستل یو مهم او مثبت ګام دی او دا ښيي چې ولادیمیر پوتین د طالبانو پر وړاندې سمه تګلاره غوره کړې ده.
نوموړي له ټاس خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو او روسیې ترمنځ به اقتصادي او سیاسي اړیکې لا پراخې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د روسيې سترې محکمې طالبان د ترهګرو له لیست څخه په موقت ډول و ایستل.
د یادونې ده، چې روسیه لا هم طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه پېژني او وايي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بندیزونه به پر ځای وي.

