د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان او افغانستان د یو شمېر دیني علماوو د اوربند غوښتنې په اړه غبرګون ښودلی دی.
مجاهد ویلي، د جګړې پیل «اسلامي امارت» نهدی کړی او لومړني بریدونه د مقابل لوري له خوا شوي دي.
د هغه په وینا، د جګړې د بیا پیل، پای ته رسولو او د اوربند د غځولو په اړه وروستۍ پرېکړه هم د هماغه لوري په لاس کې ده.
دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې د پاکستان او افغانستان یو شمېر علماوو په یوه لیک کې له دواړو هېوادونو غوښتي وو چې اوسنی اوربند دې تر لوی اختر پورې وغځول شي.

