چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeافغانستانذبیح‌الله مجاهد:د بي‌بي‌سي راپور د «اسلامي امارت» د اختلافاتو په اړه حقیقت...

ذبیح‌الله مجاهد:د بي‌بي‌سي راپور د «اسلامي امارت» د اختلافاتو په اړه حقیقت نه لري

‏د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، هغه راپور چې بي‌بي‌سي پکې د «اسلامي امارت» ترمنځ د اختلافاتو ادعا کړې ده، له حقیقته لرې دی.

نوموړي ټینګار کړی چې د «اسلامي امارت» په لیکو کې هېڅ ډول اختلاف شتون نه لري، او ټولې چارې د اسلامي شریعت پر بنسټ پر مخ وړل کېږي، او اختلاف ته هېڅ ځای نشته.

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې، د مشرانو له‌خوا د اتحاد او اتفاق پر ارزښت ویناوې کول، او یا هم هغه وړې موضوعګانې چې پکې نظرونه سره توپیر ولري، هېڅکله د اختلاف معنا نه لري.

هغه ویلي چې د «اسلامي امارت» ترمنځ کلک وحدت، اطاعت او یووالی موجود دی او د اختلاف هېڅ ډول اندېښنه نشته.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here