د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ډیسک رییس ذاکر جلالي ویلي، د افغانستان او امریکا ترمنځ په لوړه کچه ناستې او د بنديانو خوشې کېدل کولی شي هغه زمینه برابره کړي چې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ، په نورو برخو کې د اړیکو د پراختیا لپاره لاره پرانیزي.
هغه په خپله ایکسپاڼه لیکلي، مهمه دا ده چې دواړه لوري دې درک ته رسېدلي او په دې هڅه کې دي چې د بنديانو موضوع په مناسب ډول حل کړي او پر نورو موضوعاتو خبرې دوام ومومي.
جلالي ټینګار کړی چې د لورو د واقعیتونو او حساسیتونو درک کولای شي د تعامل راتلونکو پړاوونو سره مرسته وکړي.

