د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ډیسک رییس ذاکر جلالي ویلي، سره له دې چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د وضعیت د کنټرول لپاره متقابل او دفاعي تدابیر عملي کړي، خو ورسره هممهاله فعاله ډیپلوماسي هم په جدي ډول مخته وړل شوې ده.
جلالي په خپلې اېکسپاڼې لیکلي، د هېواد ډیپلوماتیکه دستګاه د ملي ګټو او ملي امنیت د خونديتوب لپاره ټول مشروع او مسئولانه وسایل په همغږي او موازي بڼه کاروي، څو وضعیت له سیاسي لارو مدیریت شي.
هغه زیاته کړې چې په همدې چوکاټ کې د ځینو دوستو او همکارو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره مفصلې مشورتي خبرې شوې دي، چې پکې د ترکيه، قطر او سعودي عربستان استازي شامل دي.
د ده په وینا، په دغو خبرو کې د افغانستان رسمي دریځ او اړوند حقایق شریک شوي دي.
د جلالي په خبره، یادو هېوادونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په بهیر کې رغنده منځګړیتوب کړی او هڅې یې لا هم روانې دي.

