د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دریم سیاسي ډیسک رییس ذاکر جلالي ویلي، د افغانستان په اړه باید له یوازې امنیتمحوره لیدلوري واوړو او د دې هېواد د رغنده رول پر ارزښت تمرکز وشي، ځکه افغانستان کولی شي د سیمې د نښلونې، همکارۍ او اقتصادي همګرایۍ لپاره مهم محور وګرځي.
جلالي دا څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د تهران په سیمهییزه غونډه کې له وینا وروسته کړې دي او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۱ کال تر مخه افغانستان، د لسګونو بهرنیو ځواکونو د حضور او لاسوهنو له امله، نه یوازې د افغان ولس بلکې د ټولې سیمې لپاره په جدي امنیتي ستونزه بدل شوی و.
د هغه په وینا، افغانستان اوس د بحران د مدیریت موضوع نه ده، بلکې د خپل ژیواکونومیک موقعیت، د اوسني حکومت د نیک نیت او اقتصادمحور بهرني سیاست له امله، کولای شي د مرکزي، لوېدیځې او جنوبي اسیا ترمنځ د اغېزناک ارتباطي پل رول ولوبوي.
ذاکر جلالي زیاته کړې چې د دې لیدلوري پر بنسټ، سیمهییز هېوادونه کولی شي د افغانستان له ترانزیټي، سوداګریزو او نښلونکو ظرفیتونو څخه ګټه واخلي، چې دا به د ګډو ګټو د خوندي کېدو او د سیمهییزې همګرایۍ د پیاوړتیا لامل شي.
هغه همدارنګه ویلي چې په تېرو څلورو کلونو کې د ترانزیټ، سوداګرۍ اسانتیا، سیمهییز اتصال او اقتصادي همکاریو په برخو کې عملي ګامونه اخیستل شوي، چې ښيي د تعاملمحور سیاست کولای شي د سیمې د ثبات، سوکالۍ او ګډو ګټو سبب شي.

