د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت دويم سياسي ریس ذاکر جلالي د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د یاد هېواد د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسيا له رييس او په کابل کې له پخواني سفير جهاد ارګنای سره لیدلي.
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ او نورو بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې ذاکر جلالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا برخه کې د عملي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ته یې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر لیک سپارلی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې جهاد ارګنای د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي سلا مشورې مهمې بللې او ویلي، چې هېواد يې غواړي په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي.

