ارمان افغان، حماسه میډیا
د اروپا یو شمېر مهمو هېوادونو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ګواښ سخت غندلی چې ویلي یې دي، که د ګرینلنډ د پېرلو په اړه موافقه ونه شي، نو پر اروپايي متحدینو به تعرفې ولګوي.
په ګډه اعلامیه کې، چې د ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، جرمني، هالنډ، ناروې، سویډن او بریتانیا لهخوا خپره شوې، ویل شوي چې دا ډول تعرفوي فشارونه د اتلانټیک دواړو غاړو اړیکې کمزورې کوي او نړۍ د یوه خطرناک نزولي بهیر پر لور بیايي.
یادو هېوادونو ټینګار کړی چې د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی د هر ډول خبرو اساسي اصل دی.
د راپورونو له مخې، ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی چې د فبرورۍ له دویمې به پر دغو هېوادونو ۱۰ سلنه تعرفې ولګوي، او که موافقه رامنځته نه شي، نو دا کچه به د جون تر لومړۍ پورې ۲۵ سلنې ته لوړه شي.
اروپايي مشران، د اروپايي کمېسیون مشره اورسولا فندرلاین، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون، د سویډن صدراعظم اولف کریسترسن او د بریتانیا لومړی وزیر کیر سټارمر، دا دریځ غندلی او ویلي یې دي چې متحد هېوادونه نه شي «باج اخیستل کېدای».
په همدې حال کې، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسؤلې کایا کالاس ویلي، دا ډول شخړې روسیې او چین ته د ګټې زمینه برابروي او د ناټو یووالی زیانمنوي.
هغې ټینګار کړی چې که د ګرینلنډ امنیت اندېښنه وي، نو دا موضوع باید د ناټو په چوکاټ کې حل شي، نه د اقتصادي ګواښونو له لارې.
همدا رنګه د ګرینلنډ چارواکو یو ځل بیا روښانه کړې چې دا سیمه «د پلور لپاره نه ده» او د امریکا تر واک لاندې کېدل نه مني.
د ټرمپ دا دریځ په داسې حال کې دی چې ګرینلنډ د طبیعي زیرمو له پلوه بډایه سیمه بلل کېږي او د امریکا له نظره د «ملي امنیت» ځانګړی ارزښت لري، خو اروپايي متحدین خبرداری ورکوي چې د فشار سیاست به د لوېدیځ یووالی کمزوری او نړیوال ثبات ته زیان ورسوي.

