د کډوالو له حقونو ملاتړو ډلو د ټرمپ د ادارې د کډوالۍ نوې تګلاره تبعیضي بللې او د ۷۵ هېوادونو د وګړو د ویزو بندېدو پر وړاندې یې په امریکا کې رسمي قضايي عریضه وړاندې کړې ده.
د امریکا د کډوالۍ د حقونو مرکز ویلي چې دغه اقدام د کډوالو د اصولو سرغړونه ده او ګڼې کورنۍ به د قانوني کډوالۍ له پروسې بې برخې کړي.
په نوملړ کې د افغانستان، ایران، سوریې، یمن، عراق، بنګلهدېش، سومالیا او د افریقا، اسیا او ختیځې اروپا څو نور هېوادونه شامل دي.
د دې ترڅنګ، واشنګټن په دې وروستیو کې د ویزو ګڼ شمېر غوښتنلیکونه لغوه کړي، چې زرګونه تحصیلي او مسلکي ویزې هم پکې شاملې دي.

