سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeکورپاڼهد کولمبیا ولسمشر:کاراکاس کې بریدونه د توغندیو له لارې شوي، ملګري ملتونه...

د کولمبیا ولسمشر:کاراکاس کې بریدونه د توغندیو له لارې شوي، ملګري ملتونه دې عاجله غونډه را وبولي

د کولمبیا ولسمشر گوستاوو پترو خبر ورکړی، چې د وینزویلا پلازمېنه کاراکاس د څو چاودنو شاهده وه چې ښايي د توغندیو له لارې ترسره شوي وي.

پترو د پېښې په اړه د ملګرو ملتونو د عاجلې غونډې جوړیدو غوښتنه کړې.

په همدې حال کې، راپورونه وايي چې لږ تر لږه اووه چاودنې په کاراکاس کې رامنځته شوي، او د ټیټو الوتکو غږونه اوریدل شوي.

بل خوا فاکس نیوز ویلي، چې د امریکا د هوايي چلند ادارې د شنبې په سهار، د وینزویلا په هوايي حریم کې د امریکایي الوتکو پروازونه ودرول.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here