د کندهار د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس، نورالله نوري، ویلي چې په کندهار کې د انټرنېټ خدمات بېرته پیل شوي دي.
هغه ویلي چې د انټرنېټ د خدماتو په پیلولو سره د ولایت ټول بانکونه، ادارې او دفترونه عادي فعالیت ته راګرځېدلي دي.
نوري وضاحت ورکړی چې دا مهال د کندهار انټرنېټ د نوري فایبر پرځای د «پواینټ ټو پواینټ» سیستم له لارې برابرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د کندهار په شمول یو شمېر ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ قطعه کړ او دغه لړۍ اوس هم په نورو ولایتونو کې دوام لري.

