شنبه, مارچ 14, 2026
Homeافغانستاند کندز د طالبانو امنیه قومنداني:د کابل بانک مخته برید ځانمرګي بریدګر...

د کندز د طالبانو امنیه قومنداني:د کابل بانک مخته برید ځانمرګي بریدګر کړی

د کندز په ښار کې د کابل بانک مخې ته د یو ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د کندز د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار ویلي، ځانمرګی بریدګر د کابل بانک ترڅنګ ځانته چاودنه ورکړې ده.

ځايي سرچینې د وژل شویو کسانو شمېر د طالبانو تر ورکړل شوو شمېرو ډېر، شاوخوا ۱۷ تنه ښيي.

په پېښه کې د بانک دوه ساتونکي هم وژل شوي، او ډېری قربانیان د طالبانو غړي دي چې د معاش اخیستلو لپاره بانک ته تللي وو.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here