د طالبانو حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري د ازبیکستان د اوبو او انرژۍ وزارت له چارواکو سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د اوبو لګولو سیسټمونو د اصلاح، د امو سیند د تحکیماتو، د اقلیمي بدلونونو اغېزو او د اوبو سرچینو د اغېزمنې کارونې پر موضوعاتو بحث کړی.
د وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه هېوادونه به د اوبو سپما په موخه د عصري او مؤثرو سیستمونو، لکه څاڅکي او باراني اوبو لګولو، په برخه کې خپلې همکارۍ پراخوي.
ازبیکستاني لوري د دغو نوې ټکنالوژیو د انتقال او پلي کېدو په برخه کې د مرستې ژمنه هم کړې ده.

