د کب ۲۷مه، افغانستان کې د خبریالانو له ملي ورځې سره برابره ده.
سږکال دا ورځ په داسې حال کې را رسېږي، چې افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له سختو ننګونو سره مخ دي.
له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې طالبانو په کور دننه پر رسنیو هر ډول سیاسي خپرونې بندې کړې او واک ته د دوی له رسېدو وروسته اطلاعاتو ته لاسرسی سخت شوی دی.
دغه راز بیا په تېرو څه باندې درې کالو کې لسګونه رسنۍ تړل شوې، سلګونه خبریالان بې دندو شوي او ګڼ شمېر نور یې بیا د طالبانو حکومت له لوري ځورول شوي دي.
په همدې حال کې بیا د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همدې ورځې په مناسبت ویلي، چې افغانستان کې د رسنیو وضعیت د ښه والي لوري ته روان دی.

