د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی.
د کاناډا د لومړي وزیر دفتر ویلي، دغه خبرې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو او د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا د خوندي ساتلو پر اړتیا راڅرخېدې.
کارني ټینګار کړی، چې د اوکراین د راتلونکي په اړه پرېکړه باید د همدې هېواد د خلکو په لاس وشي او د نړیوالو پولو په زور بدلون د منلو نه دی.
دا تماسونه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندوینه کړې، ښايي د پوتین سره په راتلونکو خبرو کې د اوکراین په پولو کې بدلونونه رامنځته شي؛ خو زلنسکي دغه نظر رد کړی دی.

