د کابل – ننګرهار پر لویه لار د سروبي ولسوالۍ په نغلو سیمه کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پېښه د یو مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له کبله رامنځته شوې چې په پایله کې یې پنځه تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.
د یادونې ده، چې په ټپیانو کې هم د یو شمېر کسانو وضیعت نازک ښودل شوی.

