پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهد ډونالډ ټرمپ له خبرو سربېره؛اسراییلو په غزه کې په تازه بریدونو...

د ډونالډ ټرمپ له خبرو سربېره؛اسراییلو په غزه کې په تازه بریدونو کې لسګونه کسان وژلي

نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییلو په تازه هوایي بریدونو کې په غزه کې شاوخوا ۷۰ تنه وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د سیمه‌ییزو روغتیايي چارواکو په وینا دا بریدونه د شنبې په ورځ شوي دي، هغه مهال چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسراییلو غوښتنه کړې وه چې بمبارۍ ودروي.

ټرمپ په خپل تروت سوشال پاڼه کې ویلي، اسراییل د غزې د جګړې د “لومړني شاتګ” هوکړه کړې او ژر به اوربند عملي شي.

ټاکل شوې چې د اوربند رسمي خبرې راتلونکې اونۍ په مصر کې پیل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here