د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځل بیا د ایران مشرانو ته جدي خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که د ایران حکومت د تېرو وختونو په څېر د ولسي اعتراضونو پر ضد تاوتریخوالی وکاروي او خلک ووژني، واشنګټن به پرې سخت او دردناک اقدام وکړي.
ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا د ولسمشرۍ الوتکې کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وکړې، چې پکې یې په ایران کې د وروستیو اعتراضونو او د امنیتي ځواکونو د چلند په اړه پوښتنې ته ځواب ورکاوه.
هغه وویل، امریکا روان وضعیت له نږدې څاري او د خلکو پر ضد هر ډول خونړۍ کړنه به جدي پایلې ولري.
نوموړي ټینګار وکړ چې د ولسي اعتراضونو ځپل او د معترضانو وژل د منلو وړ نه دي، او زیاته یې کړه چې که د ایران چارواکي بیا هم دغه لاره خپله کړي، امریکا به چوپه خوله پاتې نه شي.
دا په لنډ وخت کې دوهم ځل دی چې ډونالد ټرمپ د ایران حکومت ته د معترضانو د وژلو په تړاو خبرداری ورکوي.

