لیکوال: احمد شاه ساحل
۱۹۸۷ کال و، د مې دوهمه نېټه؛ هغه وخت چې ډاکټر نجیب پر واک و.
د امریکا لاس انجلس ورځپاڼې خبر خپور کړ چې افغان هوايي ځواک د پاکستان یوه F-16 جنګي الوتکه، چې د ډيورنډ له کرښې را اوښتې وه، ویشتلې او نسکوره کړې ده.
دلته د پاکستان ترڅنګ امریکا ته هم، چې هغه مهال یې په ښکاره د افغانستان مخالف دریځ درلود، ددې پېښې زړه بوږنونکی اړخ دا و چې افغان هوايي ځواک یاده جیټ الوتکه د افغانستان په قلمرو کې نه، بلکې د پاکستان تر حاکمیت لاندې د میرانشاه په سیمه کې په نښه او راغورځولې وه.
کیسه داسې وه چې کله دغه پاکستانۍ الوتکه د کرښې له هغې غاړې را واوښته، افغان هوايي ځواک ورته خبرداری ورکړ چې د افغانستان هوايي حریم ته دې نه داخلیږي؛ خو پاکستاني پيلوټانو دا خبرداری جدي ونه ګاڼه او د پکتیا پر لور یې پرواز ته دوام ورکړ.
وروسته، سمدستي افغان هوايي ځواک تعقیبي جیټ الوتکه پسې پورته کړه، او د هغوی پر لور یې مسیر ونیوه.
که څه هم په دې وخت کې پاکستانۍ الوتکه په بیړه بیرته له کرښې واوښته؛ خو افغان هوايي ځواک ته پرلپسې امر وشو چې تر کرښې پسې ور واوړي او هلته یې راوغورځوي.
همداسې وشول؛ افغان پيلوټ تر کرښې ورتېر شو او په میرانشاه کې یې هغه الوتکه راټینګه او ایره کړه.
ویل کېږي، هوایي ځواک ته د هدف ترلاسه کولو وروسته بل امر هم ورکړل شو چې تر بنو سیمې پورې ګزمه وکړي او د پاکستان د پوځ یو مرکز په نښه کړي، چې افغان پيلوټانو دغه امر هم پر ځای کړ.
دا تر هغه وخته لومړی ځل و چې افغان هوايي ځواک د پاکستان یوه تر ټولو پیاوړې جنګي جیټ الوتکه له منځه یووړه.
که څه هم دا لومړی ځل نه و چې د افغانستان جنګي الوتکې تر کرښې ور اوښتې او هلته یې د پاکستان تر واک لاندې اهداف له منځه وړي وه.
هغه مهال پاکستان په پرله پسې توګه شکایت او فریاد کاوه چې یوازې په همدې کال (۱۹۸۷) کې د افغانستان هوايي ځواک الوتکې تر زر ځله زیات د پاکستان هوايي حریم ته ننوتي او پر بېلابېلو سیمو یې بمبار کړی چې له امله یې تر ۳۰۰ پورې کسان وژل شوي دي.
لاس انجلس ورځپاڼې هغه وخت ویلي وه چې امریکا د پاکستان هوايي ځواک هڅولی و څو د افغانستان د الوتکو پر ضد ”زړه غټ“ کړي او بریدونه وکړي؛ خو وایي، تر دې پېښې وروسته یوې لوېدیځې ډیپلوماتیکې سرچینې ورته ویلي وه: ”موږ وېره لرو چې پاکستان به بیا محتاط او ډارن شي.“
د پاکستان هغه F-16 الوتکه چې افغان هوايي ځواک راغورځولې وه، د خپل وخت تر ټولو پیاوړې جنګي الوتکه وه چې امریکا د افغانستان پر ضد ورکړې وه.
دغه الوتکه د پاکستان د هوايي ځواک د زړه حیثیت درلود.
کله چې افغان هوا بازانو له منځه یوړه؛ نو پاکستان ته یوازې یوه بله ورته الوتکه پاتې شوه.
د دې له امله نه یوازې د پوځ او حکومت مورال سخت زیانمن شو، بلکې د عامو خلکو روحیه هم ډېره کمزورې شوه.
ځکه هغه مهال چې امریکا دغه جنګي الوتکې پاکستان ته ډالۍ کړي وې، عام ولس یې ډېر خوښ و او له ډېرې مینې یې د دغو الوتکو انځورونه پر خپلو موټرونو، لاریو او ریکشو لګول.
لنډه دا چې د پاکستان لپاره د ډاکتر نجیب د واکمنۍ څو کلونه خورا زیانمنونکي او درانه تمام شول، چې هیڅکله به یې هېر نه شي، او موږ غواړو هم نه چې هېر یې شي.
پاکستاني پاليسۍ سازان باید پوه شي چې ”سبا“ هرومرو راځي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

