د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره لیدنه کې ویلي، چې دوی د کډوالو د را اېستلو پر بهیر خواشیني دي.
امیرخان متقي هیله څرګنده کړې، چې د کډوالو حقونه باید خوندي شي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې دوی له پاکستان سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دي.
بل لورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې له افغان کډوالو سره به ناوړه چلند نه کېږي او دوی په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کوي.
نوموړي ویلي، د افغان کډوالو جایداد او سرمایې د هغوی ملکیت دی او هیڅوک یې په خپل سري ډول د اخیستلو هڅه نشي کولای.
دواړو لوریو دغه راز د سفارتي اړیکو پر پیاوړي کولو، ګډې همغږۍ، مشترکو پروژو او یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.
په دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د اسلام اباد بلنه ورکړې.

