د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل وايي، د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ، امیرخان متقي ته بلنه ورکړې، چې روانه میلادي میاشت چین ته سفر وکړي.
دغه بلنه د دواړو لورو ترمنځ د لیدنې پر مهال مطرح شوې چې پکې د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.
د ضیاء احمد تکل په وینا، متقي او یوشیاو یونګ د سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو او سیمهییز تعامل په اړه مفصلې خبرې وکړې.
متقي له چین څخه د افغانستان په برخه کې د همکارۍ او ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل چې چین د یوه مهم سیمهییز شریک په توګه رول لوبولی دی.
د چین ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې بیجینګ به د افغانستان نړیوال ملاتړ ته دوام ورکړي او د دې هېواد په اقتصادي پراختیا کې به فعاله ونډه واخلي.

