د چین ولسمشر شي جینپینګ د چهارشنبې په ورځ مسکو ته ورسید، څو له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري او د نازي آلمان پر وړاندې د روسیې د بریا د ۸۰مې کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړي.
د هغه الوتکه لږ وروسته له هغه ناسته وکړه چې اوکراین پر مسکو د ډرون بریدونه وکړل.
د راپورونو له مخې، یوازې درې ساعته مخکې یو روسی هوایي ډګر د برید له امله وتړل شو.
ویل کېږي چې دغه دواړه مشران به نن پنجشنبه سره وویني.
د روسیې د بریا د اتیایمې کلیزې نظامي مراسم به سبا جمعه، د مسکو په سور میدان کې ترسره شي، چې شي جینپینګ او د نړۍ ۲۸ نور مشران به د پوتین ترڅنګ پکې ګډون وکړي.

