د پاکستان سوپر لیګ (پياېساېل) د ۱۱م پړاو لپاره د پاتې دوو نوو لوبډلو د شاملولو په موخه بولۍ د جنورۍ پر اتمه په اسلاماباد کنوېنشن سنټر کې ترسره کېږي.
د نوو ټیمونو لپاره بنسټیزه بیه ۴۰ میلیونه ډالره ټاکل شوې؛ خو امکان شته چې دا اندازه لوړه شي.
په بولۍ کې د ګډون لپاره به غوښتونکي ۲ لکه ډالر د ضمانت په توګه جمع کوي.
د پياېساېل ۱۱م پړاو سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۲۶مې تر د مې تر درېیمې پورې په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شي.
د پاکستان کرکټ بورډ وایي، د بولۍ تخنیکي او مالي اسناد به وڅېړل شي او یوازې وړ کسان به داوطلبۍ ته وربلل کېږي.

