افغانستان کې د پخواني شوروي ځواکونو اتحادیې مشر فرانتس کلینتسویچ وایي، طالبان په ۱۹۷۳ کال کې د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري جوړ شوي.
هغه وایي، پاکستاني استخباراتو افغانستان کې د شوروي له ښکېلتیا شپږ کاله مخکې دا ډله جوړه کړې وه او روزنه او تحهیز یې ورکاوه.
فرانتس کلینتسویچ ادعا کړې چې ډاکټر نجیبالله په ۱۹۹۱ زېږدیز کال کې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) څخه ۵۰۰ ټُنه سون توکي د جنګي وسایطو او زیرمو لپاره غوښتي وو، خو دا غوښتنه رد شوه.
د کلینتسویچ په وینا، که CIA دا مرسته کړې وای، نو د ډاکتر نجیبالله حکومت نسکوریدل ناشونی وو.
نوموړي دغه راز زیاته کړې چې د شوروي تر وتلو وروسته افغانستان کې ۱۸۹ نظامي اډې، ۹۹۰ زرهي جنګي موټر، ۳۰۰ زره جنګي موټر، ۱۴۲ توپونه او ګڼ نور وسایط او وسلې پاتې شوې وې.

