د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، نن کابل ته راورسېد.
یو شمېر سرچینو ویلي چې یو لوړپوړی پاکستاني پلاوی د محمد صادق په مشرۍ د یوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې افغانستان ته راغلی دی.
ټاکل شوې ده چې نوموړی پلاوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې همغږۍ کمېټې (JCC) په ناسته کې ګډون وکړي، چې هدف یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښهوالی، د سرحدي مسایلو حل او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د دواړه هېوادونه اړیکې د امنیتي، سوداګریزو او مهاجرتي مسایلو له امله ترینګلې شوي دي.

