د پاکستان پوځ ویلي، چې ټيټيپي د خیبر پښتونخوا د بنو سیمې پر یوې نظامي اډې برید د افغانستان له خاورې تنظیم کړی دی.
د پاکستان پوځ همداراز ویلي چې افغان اتباع په فزیکي توګه په دې برید کې ګډون درلود.
پاکستان خبرداری ورکړی چې د سرحدي ګواښونو د دفع کولو لپاره د اړتیا وړ اقداماتو حق لري.
د پاکستان د پوځ په وینا، د بنو په برید کې ۳۴ کسان وژل شوي، چې ۵ یې پوځیان، ۱۳ ملکیان، او ۱۶ د پاکستاني طالبانو غړي دي، چې ۴ یې انتحاري بریدګر وو.
پاکستان ادعا کوي چې د طالبانو حکومت پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې او ورسره همکاري کوي، خو د طالبانو حکومت وايي چې د پاکستان ناامني د همدې هېواد له داخلي ستونزو سرچینه اخلي.

