د پاکستان پوځ وايي، د زمري له ۱۶مې تر ۱۹مې د افغانستان پولې ته څېرمه د ژوب ولسوالۍ په سنبازا سیمه کې یې د عملیاتو پر مهال ۵۰ وسلهوال طالبان (ټيټيپي) وژلي دي.
د پوځ په وینا، په دغو عملیاتو کې ۴۷ وسلهوال د زمري په ۱۶مه تر ۱۸مې او درې نور د زمري په ۱۹مه وژل شوي دي.
پاکستان ټيټيپي «خوارج» بولي او ادعا کوي چې دوی د هند په ملاتړ په افغانستان کې مېشت دي او له هغې خاورې یې پر ضد جګړه کوي، خو د طالبانو حکومت او هند دا تورونه ردوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې تازه راپور وايي، ټيټيپي نږدې ۶ زره جنګیالي په افغانستان کې لري او له افغان طالبانو پراخ ملاتړ ترلاسه کوي.

