یکشنبه, مارچ 22, 2026
Homeکورپاڼهد پاکستان لخوا د ملا یعقوب په ضد کاذب روایت: بیطرفه قضاوت

د پاکستان لخوا د ملا یعقوب په ضد کاذب روایت: بیطرفه قضاوت

لیکوال: شاه محمود میاخیل
د پاکستان په کړیو کې کړې نشته. ټوله یوه کړې ده. هو! د افغانستان په داخل کې پخوا او اوس هم د پاکستان ځینې کړې شته چې د پاکستان روایتونه تقویه کوي.

پاکستان همیشه کوښښ کړې چې د افغانانو د ملي روایتونو او یا هغه څوک چې افغانانو ته ملي روحیه ورکوي، په ضد یې کاذب روایتونه د خپلو ملایانو، پاکستان ته د ځینو وفاداره رسنیو، سیاسیونو او مدني ټولنو په وسیله ایجاد کړي. دا کاذب روایتونه ځیني افغانان په ارادي او غیر ارادي توګه بې له دې چې په شواهدو ژور فکر او غور وکړي، بدرګه کوي.

د پاکستان د جامعه رشیدیه د مسوول، مفتي عبدالرحیم، کاذب روایت چې ګوندې پاکستان ملا یعقوب ته پنځه لکه ډالره ورکړل چې د طالبانو د مشرتابه نه تیر شي، دا روایت هم د نورو کاذبو روایتونو په امتداد یو کاذب روایت دی.

د جمهوریت په شل کلنه دوره کې زه څلور کاله په حکومت کې او پنځلس کاله د ملګرو ملتونو  د یونما دفتر او هم وروسته د متحده ایالاتو د سولې انستیتوت سره کار کوه. د نړیوالې ټولنې، افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرک ټو یا غیر رسمي خبرو اترو په هکله همیشه معلومات درلودل یا ځینو مجالسو او خبرو کې حتی دخیل وم. د طالبانو د پخوانیو مشرانو لکه مولوی ارسلان رحماني، ملا ضعیف، مولوی متوکل، مولوی جلال الدین شینواري، وحید مژده او یو شمیرو کسانو سره تماسونه درلودل او په مسایلو مو سره کله کله بحثونه کول.

کله چې د طالبانو د مشر، ملا محمد عمر د مړینې خبر یا په تدریجي توګه د زجر او شکنجې له امله د وژل کیدو د ثقه کیدو خبر د افغانستان د ملي امنیت لخوا خپور شو. دلته دوه روایتونه و.

اول؛ توافق شوې و چې د طالبانو او افغانستان د حکومت تر منځ د اسلام اباد سره نږدې په مري کې خبرې د لومړي ځل لپاره پیل شي، په دغه وخت کې د ملا عمر د مړینې خبر په داسې حال کې خپور شو چې هیتونه مري ته رسیدلي و. داسې ویل کیدل چې دا خبر په افغانستان کې د هغه کړیو لخوا خپور شو چې د سولې د خبرو پلویان نه و.

دویم روایت دا و چې  پاکستان د امریکا د فشار له امله په ظاهره دا زمینه برابره کړله  چې د مري خبرې تر سره شي، خو په حقیقت کې یې نه غوښتل چې د سولې خبرې کامیابه شي. د دغه خبر په خپریدو کې هم پاکستان لاس درلود چې داسې وښایي چې افغانستان د ملا عمر د مړینې خبر په خپریدو سره، د مري خبرې ناکامې کړلې. یعنی خبرې پاکستان ناکامه کړلې او ملامتیا یې په افغانستان واچوله.

زه د دویم روایت سره موافق یم ځکه کله کله داسې هم کیږي چې د یو ملک د استخباراتو حلقې، ځینې خبرې په نورو ادارو کې د نفوذ په وسیله نشروي. زما په فکر، د ملا عمر د مړینې خبر راته هم ولو که د افغانستان د ملي امنیت لخوا نشر شو، خو د هغوي لاس پکې و چې د مري خبرې سبوتاژ کړي او هماغسې وشول.

کله چې د ملا عمر د مړینې خبر خپور شو، بیا جنجال د طالبانو د مشرانو یا په اصطلاح د کویټې نظامي شورا تر منځ د نوې رهبرې په ټاکل کیدو سره رامنځته شو. ملا یعقوب له یوې خوا کشر او ځوان و او دا ویره د پاکستان سره وه که دی وټاکل شي، کیدې شي چې د افغانستان د حکومت سره سوله وکړي ځکه هغه ته معلومه وه چې پلار یې څنګه د پاکستان لخوا مړ یا ووژل شو او غچ به واخلي.

د پاکستان فشار دا و چې ملا منصور وټاکل شي. دلته د ډالرو د ورکړو مسله نه وه. وروسته ملا منصور هم د پاکستان د پالیسیو مخالف شو او غوښتل یې چې دسولې خبرې کامیابه شي. همدارنګه ملا منصور غوښتل چې د طالبانو رهبري د پاکستان د نفوذ نه خلاصه کړي. هماغه و چې مستقل روابط یې د ځینو هیوادونو سره پیل کړل. د ایرانیانو سره یې اړیکه جوړ کړله. کله چې پاکستان پوه شو چې ملا منصور هم د دوی د نفوذ د دایرې نه وځي، نو ایران ته یې د هغه د تګ او راتګ معلومات د امریکایانو سره شریک کړل او هغه یې د کویتې په دالبندین سیمه کې د ډرون په حمله کې وواژه. د ډرون حملې ته څه اړتیا وه. پاکستان هغه نیولې هم شو خو پاکستان د امریکا نه د کریدیت اخستلو په خاطر دا کار وکړ.

ملا منصور د وژل کیدو نه وروسته بیا د طالبانو د رهبرې په سر جنجال رامنځته شو.  دا ځل د ملا یعقوب چانس زیات و او خبره لږ زیات وخت ته وځنډیده چې باالاخره د پاکستان د فشار له امله ملا هیبت الله چې نظامي قوت یې نه درلود، رامنځته کړ او ملا یعقوب یې شاته کړ.

اوس ملا یعقوب د طالبانو د دفاع وزیر دی او په خپله وروستې مرکه کې وویل که کابل ورانیږي، اسلام اباد باید هم وران شي، دا خبرې د پاکستان په مزاج برابرې نه دي نو غواړي چې د ملا یعقوب په ضد کاذب روایتونه د خپلو ملایانو په وسیله جوړ کړي. پاکستان تل هڅه کړې چې هر څوک افغانانو ته ملي روحیه ورکوي، د هغوي شخصیت وژنه وکړي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here