د پاکستان فدرالي وزیر طارق فضل چودري د پاکستان تحریک انصاف ته د مذاکراتو بلنه ورکړې ده.
نوموړي ویلي، چې د جنورۍ په ۱۲مه د قومي اسمبلۍ غونډه ده او که تحریک انصاف جدي وړاندیزونه لري؛ نو د اسمبلۍ دفتر ته دې ورشي.
چودري زیاته کړې، چې هغه د فواد چودري، عمران اسماعیل او د تحریک انصاف له نورو پخوانیو مشرانو سره خبرو ته هم چمتو دی؛ خو ټینګار یې کړی چې دغه کسان باید د ګوند رسمي واک او اجازه ولري.
بل لور ته، د تحریک انصاف مشر مینا خان آفریدي ویلي، چې د ګوند بنسټګر عمران خان د مذاکراتو واک محمود خان اڅکزي او علامه راجا ناصر عباس ته ورکړی دی او که حکومت رښتیا هم جدي وي؛ نو باید له همدغو کسانو سره خبرې وکړي.

