د راپورونو له مخې، د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې بالر شاهین شاه افریدي او آلراونډر سکندر رضا څو ورځې وړاندې په هوټل کې د امنیتي اصولو د ماتولو په تور له ستونزو سره مخ شوي دي.
د پنجاب پولیسو ویلي چې دواړو لوبغاړو ځینې غیر مسؤل کسان په زور خپلې کوټې ته داخل کړي وو، چې له امله یې امنیتي اندېښنې راپورته شوې دي.
پولیسو په دې اړه د پاکستان کرکټ بورډ او د پاکستان سوپر لیګ ادارې ته رسمي لیک هم استولی دی.
په لیک کې ټینګار شوی چې دواړو لوبغاړو د امنیتي مقرراتو خلاف عمل کړی او باید د داسې پېښو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخیستل شي.
له دې وروسته د لاهور قلندرز ادارې سمدستي اقدام کړی او پر شاهین افریدي یې جریمه هم لګولې ده.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د پاکستان سوپر لیګ له پیل سره سم یو شمېر ستونزې هم راپورته شوې دي او د کرکټ یو شمېر پخواني لوبغاړي وایي چې لیګ ورو ورو خپل معیاري حالت له لاسه ورکوي.

