جمعه, فبروري 13, 2026
Homeکورپاڼهد پاکستان سترې محکمې؛د عمران خان د بیړنۍ درملنې امر کړی

د پاکستان سترې محکمې؛د عمران خان د بیړنۍ درملنې امر کړی

د پاکستان سترې محکمې د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان د روغتیايي وضعیت د خرابېدو په تړاو د هغه د بیړنۍ طبي معاینې او درملنې امر کړی دی.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې د محکمې له‌خوا ټاکل شوي وکیل سلمان صفدر یو مفصل اووه مخیز راپور وړاندې کړ او پکې یې ویلي، چې عمران خان د زندان د ادارې د بې‌پروايۍ له امله د ښي سترګې نږدې ټول لید له لاسه ورکړی او دا مهال یوازې ۱۵ سلنه لید لري.

د راپور له مخې، عمران خان له تېرو درې میاشتو راهیسې د سترګو د خراب لید شکایت کاوه، خو د زندان چارواکو یې د درملنې نه کولو سره، سره هغه سره د بې پروایۍ چلند کړی.

د د دولتي روغتون متخصصو ډاکټرانو د هغه ناروغي د سترګو د “مرکزي رګ بندښت” په نوم تشخیص کړی، چې د وینې د ټوټې کېدو له امله رامنځته کېږي او د سترګې د ړوندوالي د جدي زیان سبب ګرځي.

د پاکستان د سترې محکمې د راپور تر ترلاسه کېدو وروسته د متخصصو ډاکټرانو یو طبي ټیم ټاکلی، څو د عمران خان بشپړه معاینه وکړي او حکم یې کړی، چې هغه دې له خپلو زامنو سره هم ټلیفوني اړیکه ونیسي.

بلخوا، د عمران خان تحریک انصاف ګوند، پاکستان د هغه پر وړاندې چلند تاوتریخجن بللی او ویلي یې دي که د خان روغتیا ته نور زیان واوړي، نو د اړوندو چارواکو پر ضد به قانوني اقدام وکړي.

عمران خان د ۲۰۲۳ له اګست راهیسې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی او د راپور له مخې، نږدې دوه نیم کاله یې په یوازېتوب کې تېر کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here