د پاکستان سترې محکمې ته وړاندې شوي راپور کې ویل شوي، چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان د زندان پر مهال د سترګو له جدي ناروغۍ سره مخ شوی او دا مهال د ښۍ سترګې یوازې ۱۵ سلنه لید لري.
د سترې محکمې له خوا ټاکل شوي وکیل سلمان صفدر د فبرورۍ په ۱۰مه له عمران خان سره دوه ساعته لیدنه کړې او د زندان وضعیت یې هم څېړلی دی.
نوموړي په اووه مخیز راپور کې ویلي، چې عمران خان له تېرو درې میاشتو راهیسې د لید خرابېدو شکایتونه کول، خو د زندان چارواکو ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
د راپور له مخې، عمران خان د «Right Central Retinal Vein Occlusion» په ناروغۍ اخته شوی، چې د سترګې په رګ کې د وینې ټپ (clot) بلل کېږي او د دایمي ړوندتوب لامل کېدای شي.
صفدر ویلي، عمران خان ورته ویلي چې ناڅاپه یې د ښۍ سترګې لید په بشپړ ډول له لاسه ورکړی او د لید خرابېدو له امله سخت رواني فشار سره هم مخ دی.
سترې محکمې د راپور تر ترلاسه کېدو وروسته امر کړی، چې د متخصصو ډاکترانو یو خپلواک طبي ټیم دې ژر تر ژره د عمران خان معاینه وکړي او همدارنګه دې هغه ته اجازه ورکړل شي چې له خپلو زامنو سره، چې په بریتانیا کې اوسي، ټلیفوني اړیکه ټینګه کړي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، د عمران خان روغتیايي وضعیت ته جدي اندېښمن دي او خبرداری یې ورکړی، چې که د هغه روغتیا ته نور زیان ورسېږي، د اړوندو چارواکو پر ضد به قانوني اقدام وکړي.
عمران خان له اګست ۲۰۲۳ راهیسې په اډیاله زندان کې بندي دی او د راپور له مخې، شاوخوا دوه کاله او څلور میاشتې یې په عملي ډول یوازېتوب (solitary confinement) کې تېرې کړې دي.

