د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د کیډیټ کالج برید کې ځایي خلک نهدي ښکېل، بلکې بریدګر له ډیورنډ کرښې هغې غاړې را استول شوي دي.
هغه له قومي مشرانو غوښتي چې د حکومت ملاتړ وکړي، ځکه چې دولت په ترهګرۍ کې هېڅ معامله نه کوي.
نقوي زیاته کړې چې پوځ او حکومت په ښکاره د ترهګرۍ پر وړاندې دریځ لري او هدف یې د سیمې امنیت ټینګول دي.
هغه همدارنګه ویلي چې پاکستان اقتصاد سمې لارې ته روان دی او له نړیوالو شریکانو سره اړیکې هم ښې روانې دي؛ خو ستونزه یوازې د هغو کسانو ده چې له ډیورنډ کرښې راځي.

