د پاکستان د څېړنې او امنیت مطالعې مرکز تېره اګست میاشت د پاکستان لپاره په تېرو شپږو کالونو کې تر ټولو خونړۍ میاشت بللې وه.
یادې ادارې په خپل راپور کې ویلي چې تېره اګست میاشت بلوچستان کې تر ټولو زیاتې امنیتي پېښې شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېره میاشت په ټول پاکستان کې ۲۵۴ کستان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ ټيټيپي په خپل راپور کې ویلي وو چې تېره اګست میاشت کې یې ۴۴۷ پاکستاني پوځیانو او امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

