د پاکستان د معلوماتو او نشراتو وزارت وایي، چې د طالبانو حکومت د امنیتي ځواکونو پارونکو اقداماتو ته یې بیړنی ځواب ورکړی.
د وزارت اعلامیه وایي، د افغان طالبانو له لوري د ناسم اټکل له مخې د خېبر پښتونخوا (KP) په سیمه کې د پاکستان ـ افغانستان کرښې په اوږدو کې پر څو ځایونو پارونکې ډزې پیل شوې، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا ورته سمدستي او اغېزمن غبرګون وښودل شو.
اعلامیې زیاته کړې چې د طالبانو حکومت ځواکونو ته د چترال، خېبر، مهمند، کورم او باجوړ په برخو کې سخت زیان رسیدلی دی.
پاکستان وایي، چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او د خپلو وګړو د خوندیتوب او امنیت د تضمین لپاره ټول اړین ګامونه یې پورته کړي دي.

