د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې د هند د وسلهوالو ځواکونو له لوري د ۲۰۲۵ کال د مې د شپږمې او اوومې نېټې په شپه؛ ترسره شوي برید کې بېګناه ولسي وګړي او د پاکستان د پوځ سرتیري وژل شوي دي.
له یاد دفتره خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دغه برید کې ښځې، ماشومان او مشران هدف ګرځېدلي، او د پاکستان پوځ دوه نور ټپي شوي سرتېري نن مړه شوي دي، چې ورسره د وژل شویو شمېر ۱۳ ته پورته شوی دی.
د پوځ د معلوماتو له مخې، ۷۸ نور سرتېري د دندې پر مهال ټپیان شوي دي.
تازه مړه شوي سرتېرو څخه یو یې د پوځ او بل یې د هوایي ځواک اړوند وو.

