د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار وايي، هغه شېبه چې د آیاېسآی پخواني مشر په ۲۰۲۱ کال کې کابل ته د سفر پر مهال د چای پیاله پورته کړې وه، اسلاماباد ته په لوی زیان تمامه شوې ده.
ښاغلي ډار د پاکستان د سنا جرګې غونډې ته د وینا پر مهال دغه پېښه ستره تېروتنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې ورته عمل باید هېڅکله بیا تکرار نه شي.
نوموړي ادعا کړې چې له هغه وخته چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت واکمني راغلې، په پاکستان کې امنیتي پېښې ډېرې شوې دي.
بل لورته د طالبانو حکومت د دغه دریځ د ردولو ترڅنګ وايي، د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه هېواد د کورنیو او پالیسۍ جوړښتونو پورې تړلې دي، نه د افغانستان وضعیت پورې.

