د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان پر امنیت، خپلواکۍ او د خلکو پر خوندیتوب هېڅ ډول جوړجاړی نه شي کېدای.
یاد وزارت له افغانستان څخه غوښتنه کړې چې د پاکستان امنیتي اندېښنې په پام کې ونیسي او پر افغان خاوره د هغو وسلهوالو ډلو پر ضد جدي اقدام وکړي چې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.
په بیان کې د طالبانو حکومت یادونه هم شوې چې د پاکستان د اندېښنو په حل کې یې کافي اقدام نه دی کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته له افغانستانه د بریدونو شمېر زیات شوی او تېر کال شاوخوا ۵۳۰۰ بریدونه ثبت شوي چې له امله یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستان په وینا، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسلهوالو ډلو شتون د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ دی.
یاد وزارت ټینګار کړی چې پاکستان د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو ملاتړ کوي او غواړي له افغان لوري سره رغنده تعامل ته دوام ورکړي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په ځلونو د پاکستان دا ډول ادعاوې په کلکه رد کړي دي.

