د قزاقستان ولسمشر قاسمجومارت توکایف به سبا پاکستان ته دوه ورځنی رسمي سفر پیل کړي.
په دې سفر کې به هغه د پاکستان له ولسمشر او لومړي وزیر سره وګوري او د پاکستان-قزاقستان سوداګریز فورم ته به وینا وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو بیاکتنه، د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا لارې او د خلکو ترمنځ اړیکو پیاوړتیا ده.

