پاکستان په افغان خاورې د ګڼو تورونو وروسته دا ځل تور لګولی، چې د طالبانو حکومت یو شمیر حکومتي غړي هڅه کوي
په پاکستان کې پښتونپالنه راپورته کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې ویلي، چې په پاکستان کې د پښتنو شمېر له افغانستان څخه ډېر دی؛ نو له دې امله طالبان هڅه کوي چې پښتانه ولمسوي؛ اعلامیې په تونده لهجه له طالبانو غوښتې د دې پر ځای چې په پاکستان کې پښتونپالنه راوپاروئ، دا
ښه ده چې خپل حکومت ته وګورئ، او دا وارزوئ چې آیا ستاسې حکومت د خپلو خلکو د ټولو قشرونو لپاره د ګډ مشارکت او شمولیت وړتیا لري که نه.
اسلاماباد ټینګار کړی چې واک ته د طالبانو د رسیدو وروسته له افغانستانه د پاکستان پر ضد بریدونه په شدت زیات شوي او د TTP او نورو ډلو فعالیتونه دوام لري.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ضرب عضب عملیاتو پر مهال تښتېدلي وسلوال په افغانستان کې پناه ورکړل شوي او هلته د بریدونو لپاره روزنیز مرکزونه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري ورکړل شوې ژمنې “تشې خبرې” بللې او کابل یې تورن کړی چې د ترهګرۍ اصلي موضوع د حاشیې موضوعاتو په وړاندې کولو ګډوډوي او حتی هڅه کوي وسلوال د کډوالو په نوم معرفي کړي.

