شنبه, مارچ 28, 2026
Homeافغانستاند پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په...

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه کوم رسمي تصمیم نه‌دی نیول شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، به په نږدې راتلونکې کې اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

د دغه وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې روانې دي او د سفر نېټه تر اوسه نه ده وروستۍ شوې.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان به د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني که نه، وویل چې دا موضوع دا مهال یوازې اټکل دی او کوم رسمي تصمیم نه‌دی نیول شوی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here