د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن هغه څرګندونې رد کړې چې پکې یې د پاکستان د اټومي وسلو د امنیت په اړه شک څرګند کړی و.
جان بولټن دا څرګندونې د هندي خبري اژانس ANI سره په مرکه کې کړې وې او د هند د دفاع وزیر راج ناته سینګ د ورته خبرو ملاتړ یې کړی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، پاکستان د خپلو اټومي وسلو د امنیتي نظام او د قوماندې او کنټرول پر جوړښت بشپړ باور لري.
دغه وزارت د جان بولټن خبرې سیاسي او د هندوانو د افراطي ذهنیت پایله بللې ده.
پاکستان خبرداری ورکړی چې نړیواله ټولنه باید د هند د اټومي وسلو پر امنیت اندېښنه ولري، ځکه دا وسلې د هغو کسانو تر کنټرول لاندې دي چې پاکستان او مسلمانانو سره دښمني لري.

