د پاکستان د اوبو د سرچینو د څېړنو شورا (PCRWR) په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې که بیړني ګامونه وانهخېستل شي، پاکستان به تر ۲۰۴۰ کال پورې د څښاک د پاکو اوبو له ختمېدو سره مخ شي.
راپور کې ویل شوي چې د کراچۍ ۸۱ سلنه اوسېدونکي مجبوره دي چې د اوبو د پېرلو لپاره پیسې ورکړي، او ۹۰ سلنه اوبه ککړې دي.
راپور زیاتوي چې دغه وضعیت په ځانګړي توګه د ښار په کمو عاید لرونکو سیمو کې جدي دی، چې خلک یې له غیرقانوني او ناامنه سرچینو څخه اوبه ترلاسه کوي.
راپور کې دغه راز ویل شوي، چې د اوبو ککړتیا، د حکومت له خوا د اوبو د کیفیت د معاینې نشتوالی او د اوبو ناقصه مدیریت د دې بحران شدت زیاتوي.
دغه اداره وایي، که سمدستي اقدامات ونه شي، پاکستان به د اوبو د جدي بحران سره مخ شي.

