د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې اسلاماباد د افغان طالبانو او هند ترمنځ د نږدې اړیکو له امله د طالبانو پر حکومت باور نهلري او ادعا یې کړې، چې پاکستان د دې توان لري چې هممهاله د هند او د طالبانو حکومت پر وړاندې مقابله وکړي.
نوموړي له جیونیوز سره په مرکه کې ویلي، پاکستان د خپلو ختیځو او لوېدیځو پولو په اوږدو کې د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتو دی.
په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري هم د طالبانو حکومت له هندي حکومت سره په نږدې اړیکو تورن کړی دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د امنیتي او سیاسي اختلافاتو له امله ترینګلې دي، د سرحدي شخړو ترڅنګ سوداګریزې لارې تړلې دي او د منځګړیتوب هڅې تر اوسه بېپایلې پاتې شوې دي.

