د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ امنیتي غونډه کې ویل شوي چې هند په یو اړخیز ډول د اوبو تړون د ځنډولو حق نه لري.
په دې ناسته کې د یاد هېواد دفاع وزیر ویلي، چې پاکستان له خپلو حقونو څخه دفاع ته چمتو دی.
یاده ناسته کې د هند د هوایي شرکتونو لپاره د پاکستان پر فضا تګ راتګ بند شو.
دوی ویلي، که د پاکستان ارضي تمامیت ته ګواښ پېښ شي؛ نو دوی به جدي غبرګون وښیي.
دا غونډه نن د هند د احتمالي بریدونو د څرنګوالي په اړه رابلل شوې وه.

