چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeافغانستاند ټولنیزو رسنیو افغان کارونکي؛بهرني هېوادونه ورسره هغه تحصیلي اسناد نه مني...

د ټولنیزو رسنیو افغان کارونکي؛بهرني هېوادونه ورسره هغه تحصیلي اسناد نه مني چې د طالبانو حکومت له لوري تصدیق شوي وي

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان کاروونکي وايي، بهرني هېوادونه ورسره هغه تحصیلي اسناد نه مني چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري تصدیق شوي وي.

دوی وايي، اوس مهال ګڼ شمېر هغه خلک چې غواړي بهر کې لوړې زدکړې وکړي، له دې ستونزې سره مخ دي.

یادو کسانو غوښتنه کړې چې دا موضوع باید په جدي ډول وڅېړل شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو دوی وايي چې د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې د تحصیلي اسنادو تصدیق په عادي ډول روان دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here