د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي کیریل دیمیترییف د جمعې په ورځ په سن پترزبورګ کې د اوکراین د جګړې د سولهییز حل په موخه څلور ساعته خبرې وکړې.
د روسیې استازي دا خبرې ساختماني بللي او ویلي، دا د ویتکاف او پوتین ترمنځ درېیمه لیدنه ده.
تر دې وړاندې کرملین ویلي و، دا ناسته د دې لپاره وه چې روسیه وکولای شي خپلې اندېښنې مستقیم واشنګټن ته ورسوي.
بل لورته ډونالډ ټرمپ ویلي که د روانې میاشتې تر پایه کوم پرمختګ و نه شي؛ نو ښايي پر مسکو د نويو بندیزونو د لګولو ګام پورته کړي.

