د ټرمپ ادارې له کانګرس د ۶.۴ میلیارډ ډالرو د تصویب غوښتنه کړې چې اسراییل ته وسلې او جنګي تجهیزات وپلوري.
په دې کې د اپاچي هیلیکوپټرو، جنګي موټرو او زغرهوالو موټرو پرزې شاملې دي.
بل لورته ډیموکراټانو د دې غوښتنې مخالفت کړی او ځینې سناتورانو د فلسطین د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې.
دا پلان په داسې وخت کې وړاندې شوی چې اسراییل په غزه کې عملیات پراخ کړي دي.

