د وینزویلا مرستیالې ولسمشرې ډیلسي رودریګز د امریکا د وروستیو پوځي اقداماتو پر وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، هېواد به یې هېڅکله د کومې بهرني امپراتورۍ تابع نه شي.
رودریګز ټینګار کړی چې ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن باید ژر بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، ځکه د وینزویلا حاکمیت د معاملې یا فشار لاندې نه دی.
هغې په خپلو څرګندونو کې د وینزویلا د خلکو او حکومت د حقونو یادونه کړې او ویلي یې دي، د هېواد راتلونکی باید د بهرنیو پوځي مداخلتونو له لارې ونه ټاکل شي.
په ورته وخت کې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، رودریګز د وروستیو تحولاتو پر مهال په روسیه کې ده، خو تراوسه د هغې د اوسني ځای په اړه کره معلومات نشته.
بل لورته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې چې د واک قانوني لېږد پورې به د وینزویلا چارې د امریکا په لاس کې وي.

